د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره لیدنه کړې.
مولوي عطاالله عمري ویلي؛ هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ ترلاسه کولو په موخه د دوی هل ځلې پایله ورکړې، د الله ج په توکل او د خلکو په لوړ همت سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخه هم بریالۍ کیږي.
د کرنې سرپرست وزیر د غور کرنې ریاست کارکوونکو سره په لیدنه کې، غور د تمدن، تاریخي او فرهنګ ټاټوبي په توګه یاد کری او د اسلام په بریا، د اسلامي جغرافیا پر پراختیا او د اشغال په دوو دورو کې د خلکو پرحق جهاد په لاره کې د دې خاورې د خلکو اتلولي ستایلې.
ښاغلي عمري د کرنې ریاست کارکوونکو ته د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړي او له هغوی یې غوښتنه کړې، چې خپلو مسولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو د پراختیا په برخه کې خپلې طرحې، نظریات او وړاندیزونه شریک کړي.
سرپرست وزیر زیاته کړې؛ غور د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې محوري رول لوبوي، د غور ولایت پراخو اوبو، حاصلخیزې خاورې، اقلیم او مناسبو ځمکو ته په کتو کولای شو په غور کې ګټورې اقتصادي، کرنیزې، اوبولګولو او مالدارۍ پروژې عملي کړو، ترڅو په غور کې اسانتیاوې رامنځته او خلک په سوکالۍ او رامتیا کې ژوند وکړي.»
د کرنې وزیر زیاته کړه: غور په تېر وخت کې د تمدن، دین او شریعت مرکز و او اوس هم کولای شي د کرنې په برخه کې مهم رول ولوبوي، په تېرو ۴۵ کلونو کې دښمنانو او اشغالګرو هېوادوالو ته د یووالي اجازه نه وه ورکړې، اوس باید د وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړو، تاسو مسولیت لرئ، دکرنې، مالدارۍ او اقتصادي انقلاب په موخه اساسي موضوعات مطرح کړئ او خلک وهڅوئ، چې د اقتصادي بوټو د ودې لپاره کار وکړي.
نوموړي دغه راز په هېواد کې د خوراکي توکو د خوندیتوب پر لوړولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ موږ له امنیتي اشغال څخه خلاص شو، د خوراکي توکو د اشغال او بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې هم کار کوو.
اړتیا ده خلکو ته پوهاوی ورکړو، چې عاید لرونکي بوټې وکري، دودیزه مالدارۍ ته بدلون ورکړو ترڅو خلکو ته باکیفیته توکي چمتو کړو دا ستاسو مسوولیت دی، چې غور په یوه کرنیز او اقتصادي ولایت بدل کړئ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د غور ولایت خلکو ته د نویو پروژو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل، چې په راتلونکي کال کې به په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰ چکډمونه او د اوبو زېرمې جوړې کړو، چې د غور خلک به هم له دغو پروژو څخه برخمن شي.
د غور والي احمدشاه دین دوست د غور ولایت د کرنې د اهمیت په اړه ویلي؛ غور پراخې او مناسبې ځمکې او کافي اوبه لري، نو پکار ده چې په دې برخه کې کار وشي، څو د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راولي او موږ په دې برخه کې ژمن یو، چې پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړو.
د دغه ولايت د کرنې رییس مولوي غلام محمد کاظم ویلي؛ د غور خلک تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
په تېر کې غور ته هېڅ پام نه دی شوی، خو هیله لرو چې اوس د غور خلکو ته پاملرنه وشي او د هریرود، فراه او د مرغاب سیندونو اوبه مدیریت او وکارول شي.
غور د هېواد یو له لرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې ډېری خلک یې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.

