د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د کوچیانو یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې.
کوچي مخورو ویلي، د دې نظام په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او د خلکو ستونزې ورسره را کمې شوې دي. هغوی زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مسولین دې د کوچیانو د شهیدانو، کونډو، یتیمانو او بې وزلو ته پاملرنه وکړي.
یادو مشرانو د څړځایونو، د ځمکو په سر د شخړو د هواري، په پکتیا کې کوچیانو ته د هدیرې لپاره د ځمکې د ورکړې، په لوګر کې د کوچیانو د لېسې د ترمیمولو، په ژمي کې له مالدارو سره د مرستو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس سره شریکې کړي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي، کوچیانو په ۲۰ کلنه دوره کې ډېرې ستونزې ګاللې اوس اسلامي امارت له دوی سره خاصه مهرباني لري.
ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي، د اسلامي امارت مسولین کوښښ کوي امکاناتو ته په کتو د کوچیانو په ګډون د ټولو هېوادوالو ستونزې حل کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د عدلیې وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ یو کمېسیون ته دنده سپارلې، چې د ځمکو د مسایلو د حل په برخه کې د خلکو غوښتنې واوري، دقیقه څېړنه وکړي او حق په حقدار وسپاري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو د کوچیانو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی ستونزې او غوښتنې به د حل په موخه مشرانو ته ورسوي.

