د بغلان د کلیو او پراختیا رییس مولوي عبدالواحد عبیده ویلي؛ چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله و برفک په ولسوالیو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې د ۴۸۲ ملیونه افغانیو په لګښت تر پوښښ لاندې راغلي، چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کړی، د AKF له لوري تسهیل شوي او د UNOPS له لوري پلي کیږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژو له ډلې څخه د ۳۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده ویلي، چې د دې پروژو په پلي کیدو سره ۲۳ زره او ۷۳۵ کارګرانو په مستقیم ډول کار کړی چې ۲۱۰ ذره کسان یې له ګټې برخمن شوي او ۳۰ زره ۶۰۲ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې کیږي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي ویلي؛ چې پخوا به د پروژو د پلي کېدو پرمهال له موسسو باج اخیستل کېده، خو د اسلامي امارت په راتلو سره هیچاته اجازه نشته چې د پروژو د پلي کیدو مخه ونیسي او یا ستونزې ورته جوړې کړي.
بغلان کې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام مسول خسرو خان ویلي، چې په دې پلي شوو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د کلیو د اوبولګولو د کانالونو بیارغونه او جوړول، د پلچکونو او ګبیني او محافظتي دېوالونو جوړول او د اوبو د رسولو د شبکو ترمیم شامل دی.
د اغاخان دفتر مسول خال محمد امیني ویلي، چې د بغلان په ټولو سیمو کې په بیلابیلو برخو کې پرمختیایي پروژې پلي کوي او لا د بنسټیزو پروژو پلي کیدو ته ژمن دي.
د اندراب د دیني عالمانو د شورا مسول مولوي عبادالله عابد او د بنو ولسوالۍ مرستیال ولسوال مولوي زمان الدین زماني ویلي، چې د دې پروژو په پلي کیدو سره د دوی کرنو ته اوبه رسیدلي، سرکونه یې اباد شوي او د کار زمینه یې سلګونه وزګارو کلیوالو ته برابره شوې.

