د افغانستان شیعهګانو عالي کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ملېشو هوایي تېری په کلکو ټکو غندلی دی.
اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان پوځي رژیم دغه کړنه د ټولو نړیوالو قوانینو، د هېوادونو د ملي حاکمیت او د ښه ګاونډيتوب اصل خلاف ده او د افغانستان د امنیت، ثبات او خپلواکۍ پر وړاندې څرګند ګواښ بلل کېږي.
اعلامیه کې ټینګار شوی، کهچېرې د افغانستان پر خلکو جګړه تحمیل شي، د هېواد ټول اقشار او قومونو به څنګ تر څنګ له خپلې خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
د افغانستان شیعهګانو عالي کمېسیون په دې اعلامیه کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د وروستۍ مېړانۍ دفاع ستاینه کړې او د هر ډول بهرني تجاوز د پای ته رسېدو او د افغان ملت د خپلواکۍ او عزت غوښتنه یې کړې ده.

