د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په شتون کې د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې کړي.
د باميانو ولايت د کرنې رییس ملا ګلاب الدين ذبيح الله ویلي؛ باميان ډېرې اوبه لري او ځمکه یې حاصلخيزه ده، خو کروندګر ډېر کارکوي او لږ حاصل ترلاسه کوي اړتيا ده، چې د حاصلاتو او سوداګرۍ زیاتوالی په برخه کې کار وشي.
نوموړي زیاته کړې، بامیان ډیرې طبیعي زیرمې لري، ، سږ کال مو د طبیعي زېرمو څخه ۲۰ میلیونه عواید راټول کړي دي.
د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي ویلي؛ کروندګرو ته دې د دوي د کروندې بازار او د پروسس کارخونې جوړې شي، پانګوال باید وهڅول شي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیرویلي؛ د پردیو د یرغل له امله هېواد زیانمن شوی، یو له دغو زیانونو څخه د کرنې او طبیعي زېرمو برخه ده، که دا یرغلونه نه وای، نو موږ به په ځان بسیا وای، ځکه موږ ۵۰ کاله وړاندې د خوراکي توکو په برخه کې خودکفا وو، باید د دې امنیت او سولې شکر وباسو.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ ته پکار ده چې د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره کار وکړو، د بهرنیانو خواړه په ناروغیو ککړ دي، د بزګرانو د هوساینې او د مالدارانو پر پښو د درېدو لپاره مو یوه رساله جوړه کړې ده.
په دې رساله کې مو د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، طبیعي زېرمو او ځمکې په اړه پنځه موضوعات لیکلي دي، که ښه مدیریت او کار وکړو، کولای شو په خپلو پښو ودریږو او د ګاونډیانو له محتاجۍ خلاص شو.
ښاغلي عمري ویلي؛ په خپل پروګرام کې مو د بارانونو او تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره ۱۲۰ چکدمونو پلان هم لرو او د ځنګلونو کچه ۴،۵ سلنې ته رسوو، چې لومړني کارونه یې پیل شوي دي.

