د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشیر ولایت له یو شمیر علماوو سره لیدنه کړې.
علماوو په یاد ولایت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه خپل معلومات د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړي.
نوموړو زیاته کړې، د اسلامي نظام په راتګ سره په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او سیمه ییز مسولین هم خلکو ته د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
یادو علماو د ولسونو د ستونزو د حل او د هغوی د تعلیم او تربیې په برخه کې د اسلامي امارت د رهبرۍ هڅې ستایلي او ویلي يي دي، له اوسني نظام څخه حفاظت د ټولو افغانانو دنده ده او د ټینګښت په برخه کې یې باید ناغېړي ونکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د علماوو سره په لیدنه خوښي ښودلې او ویلي يي دي، په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی او په دې برخه کې به د اسلامي امارت مسولین خپلې هڅې ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د ټولنېزې هوساینې او هېوادوالو ته د کار موندنې په برخه کې خپلو هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي حنفي همداراز د هېواد له ټولو علمای کرامو غوښتي؛ چې د خلکو د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د پیوستون، اتحاد او یووالي د پیاوړتیا په برخه کې تر بل هر وخت زیاته هڅه وکړي.

