د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليون ډالر ښودل شوی دی.
تېر کال د وږي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیون ډالر او هېواد ته د رالېږدول شويو توکو مجموعي ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالر کېده.
د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸.۶ ميليون ډالر کمښت ښيي.
بل خوا د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر لوړوالی راغلی دی.
ارقام ښايي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي په مياشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان هېوادونو ته وو.
همدا ډول د ۱۴۰۱ کال په وږي مياشت کې ترټولو زيات واردات د ايران، چين، پاکستان او هندوستان له هېوادونو څخه وو او د روان کال په وږي مياشت کې هم تر ټولو ډېر واردات له یادو هېوادونو ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

