د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) د اجرائیوي مدیر مرستیال تد چایبان تېره ورځ (دوشنبه، د وري ۳مه) اعلان وکړ، چې په منځني ختیځ کې د نظامي نښتو د زیاتېدو راپدېخوا څهباندې ۲ زره او ۱۰۰ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.
نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل، چې تراوسه په منځني ختیځ کې د نښتو ۲۳ ورځې تېرې شوي او ماشومان په ټوله سیمه کې د دې نښتو درنه بیه پرې کوي.
د نوموړي په وینا، منځني ختیځ کې د جګړې له پیل راهیسې په منځنۍ کچه هره ورځ ۸۷ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو دغه مسول زیاته کړې، چې د نښتو دوام او پراختیا د میلیونونه نورو کسانو لپاره به هم فاجعه زېږوونکې وي.

