ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت یو امریکایي بندي ازاد کړ

د افغانستان اسلامي امارت د کمکي اختر په مناسبت یو امریکایي تبعه «ډینس کویل»، چې د افغانستان له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې له امله نیول شوی و، ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د یاد بندي کورنۍ د اختر د مبارکو ورځو په مناسبت، او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له مقام څخه د شفقت او عفوې د غوښتنې پر بنسټ، د هغه د ازادولو غوښتنه کړې وه.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت دا اقدام د بشري خواخوږۍ او نېک نیت پر بنسټ ترسره کوي، او باور لري چې دا ډول ګامونه کولای شي د هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي.

یاد وزارت څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د تفاهم او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته د حل لارې ومومي.