د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې هېواد یې له افغانستان سره ۳ میلیونه پونډ، چې ۲۵۷ میلیونه افغانۍ کېږي، نوره مرسته کوي.
د ښاغلي لیندزي په وینا، دغه مرستې به د طبیعي پېښو او نورو ناورینونو له امله زیانمنو شویو ته د اړینو مرستو برابرولو برخه کې ولګول شي.
د دغې مرستې په ځانګړې کېدو سره په روان کال کې له افغانستان سره د بریتانیا د دوهاړخیزې مرستې کچه ۱۵۴ میلیونه پونډه، چې ۱۳.۱۸ میلیارده افغانۍ کېږي لوړه شوې ده.

