ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په انقره کې د افغانستان سفارت د کابل امید روغتون د شهیدانو په پار د فاتحې او دعا مراسم ترسره کړل

په ترکیه کې د افغانستان سفارت له لوري په کابل کې پر «امید» روغتون د پاکستان پوځي رژیم په وحشیانه برید کې د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره شول.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، په دې مراسمو کې د سفارت د ډیپلوماتانو او کارکوونکو ترڅنګ په ترکیه کې مېشتو افغانانو هم ګډون کړی و.

د مراسمو ګډونوالو د شهیدانو د روح د خوښۍ لپاره دعا وکړه او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړه.