په ترکیه کې د افغانستان سفارت له لوري په کابل کې پر «امید» روغتون د پاکستان پوځي رژیم په وحشیانه برید کې د شهیدانو د فاتحې مراسم ترسره شول.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، په دې مراسمو کې د سفارت د ډیپلوماتانو او کارکوونکو ترڅنګ په ترکیه کې مېشتو افغانانو هم ګډون کړی و.
د مراسمو ګډونوالو د شهیدانو د روح د خوښۍ لپاره دعا وکړه او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړه.

