د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر ایران د «ناقانونه» جګړې د پیل له امله سختې نیوکې کړې.
نوموړي د امریکا او اسراییلو لهخوا پر ایران بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او دا یې یو سیاسي ناورین یاد کړی دی.
د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په وینا، چې دې بریدونو ته هېڅ اړتیا نه وه او مخنیوی یې هم ممکن و.
ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جرمني د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی او هغه یې د لویدیځو مشرانو په منځ کې “بې سارې” بللې دي.

