ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جرمني ولسمشر پر ایران د امريکا او اسرائيلو بريدونه له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه بللې

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر ایران د «ناقانونه» جګړې د پیل له امله سختې نیوکې کړې.

نوموړي د امریکا او اسراییلو له‌خوا پر ایران بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او دا یې یو سیاسي ناورین یاد کړی دی.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په وینا، چې دې بریدونو ته هېڅ اړتیا نه وه او مخنیوی یې هم ممکن و.

ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جرمني د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی او هغه یې د لویدیځو مشرانو په منځ کې “بې سارې” بللې دي.