فرانسې او کاناډا د اسرائیلي رژیم لهخوا د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د نقض پلان غندلی او له صهیونیستي رژیم څخه یې غوښتي چې د لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید نقض نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي رژیم د لبنان په سویل کې د ۳۰ کیلومټره سیمې د اشغال لپاره ځمکني برید ته چمتووالی نیسي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې مارچ میاشتې له پیل راپدیخوا لبنان کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه یو زرو او ۷۲ تنه لبنانيان وژل شوي او نږدې ۳ زره نور ټپیان شوي دي.

