ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فرانسې او کاناډا د اسرائيلو له خوا د لبنان د ځمکنۍ بشپړتيا د نقض پلان وغنده

فرانسې او کاناډا د اسرائیلي رژیم له‌خوا د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د نقض پلان غندلی او له صهیونیستي رژیم څخه یې غوښتي چې د لبنان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید نقض نه کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي رژیم د لبنان په سویل کې د ۳۰ کیلومټره سیمې د اشغال لپاره ځمکني برید ته چمتووالی نیسي.

 د یادونې وړ ده، چې د روانې مارچ میاشتې له پیل راپدیخوا لبنان کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه یو زرو او ۷۲ تنه لبنانيان وژل شوي او نږدې ۳ زره نور ټپیان شوي دي.