ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي او ایران سفیر لیدنه؛ د سيمې د وضعیت په اړه خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړي.

 ښاغلي متقي د امريکا او اسرایيلو له لوري پر ايران تېری او په سيمه کې يې د جګړې د لمن پراختيا د سیمې په زیان بللې او همدارنګه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه د ایراني چارواکو دريځ ستایلی دی.

 د ايران سفير د افغانستان او ایران ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ، په ځانګړې توګه سوداګري مثبته ارزولې او همداراز یې ویلي، چې مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعيت له نږدې څاري او د سوله‌ييز حل غوښتنه یې کوي.