د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بېکدلي سره په لیدنه کې د سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي متقي د امريکا او اسرایيلو له لوري پر ايران تېری او په سيمه کې يې د جګړې د لمن پراختيا د سیمې په زیان بللې او همدارنګه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه د ایراني چارواکو دريځ ستایلی دی.
د ايران سفير د افغانستان او ایران ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ، په ځانګړې توګه سوداګري مثبته ارزولې او همداراز یې ویلي، چې مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعيت له نږدې څاري او د سولهييز حل غوښتنه یې کوي.

