ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عباس عراقچي: سعودي عربستان ته درناوی لرو او ورور ملت يې بولو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، ایران سعودي عربستان ته درناوی لري او ورور ملت یې بولي.

ښاغلي عراقچي په سعودي عربستان کې د ایران له‌خوا د ویجاړې شوې سترې امریکایي الوتکې د انځور په خپرولو سره ویلي، زموږ د عملیاتو هدف د دښمن د یرغلګرو په نښه کول دي چې عربو او ایرانیانو دواړو ته درناوی نه لري او نه امنیت تامینولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، دا تر ټولو ښه وخت دی چې امریکایي ځواکونه د منځني ختیځ له هېوادونو ووېستل شي.