د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت وایي، تېره شپه د ۵.۸ ریښتر په کچه نسبتاً قوي زلزلې د کابل په ګډون د هېواد ځینې برخې ولړزولې.
د ښاغلي فطرت په وینا، د لومړنیو راپورونو لهمخې، د دې زلزلې له امله په کابل، پنجشېر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۱۲ هېوادوال شهیدان شوي او ۴ نور ټپیان دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې ۵ کورونه په بشپړ او ۳۳ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او په ټولیز ډول ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د زلزلې پېژندنې بنسټونو د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ و او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۸۶.۳۷ کیلومتره ثبت شوی دی.

