د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزیابۍ رییس انجنیر محمد قاسم افغان د دې ادارې د فعالیتونو او لاستهراوړنو په تړاو خبري ناسته کې ویلي، چې یادې ادارې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره ۲۳۳ پراختیایي پروژې په پلان کې نیولې دي.
د نوموړي په وینا، په یادو پروژو کې د سړکونو، هوایي پلونو، پر کابل سیند د پلونو او تعمیراتو د جوړولو ترڅنګ د استملاک، د ښار ښکلا او یو شمېر نورې چارې شاملې دي.
ښاغلي افغان زیاته کړې، د یادو پروژو لپاره څه باندې نهه میلیارده او ۱۲۳ میلیونه افغانۍ د کورنۍ بودیجې څخه ځانګړې شوې دي.
دغهراز د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ویلي؛ په تېرو څلور نیمو کلونو کې کابل کې په ټوليزه توګه څه باندې ۴۵۰ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، یاده موده کې ۱۸زره ۵۸۵متره کانالونه جوړ شوي او ۶زره ۱۴۷متره نور تر کار لاندې دي.
دغه راز بېلابېلو ناحیو کې د ۱۱زره ۲۸۷ جایدادونو د استملاک چارې بشپړې شوې دي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال پر مهال په کابل ښار کې د ۱۳۷ کیلومټرو په واټن نوي سړکونه جوړ شوي دي.
د ښاغلي بارکزي په وینا، په تېرو شاوخوا څلور نیمو کلونو کې بیا په ټولیز ډول د کابل ښاروالۍ له لوري ۴۵۰ کیلو مټره نوي سړکونه جوړ شوي دي.

