ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ښاروال په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر سره وکتل

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، کابل کې د هند هېواد له شارژدافیر کرن یادوو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوستانه اړیکو پر دوام، له کابل ښاروالۍ سره د هند د همکاریو، د کابل ژوبڼ د پیاوړتیا، د یو شمېر بنسټیزو پروژو د طرحې، د اداري ظرفیت د لوړولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو په اړه خبرې وکړې.

 کابل ښاروال د هند له دوامداره همکاریو مننه وکړه او په پراختیايي او ښاري برخو کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ورته مهال، د هند شارژدافیر له کابل سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې، په راتلونکي کې به د دواړو لوريو اړیکې لا پیاوړې او کابل کې به ښاري پروژې په غوره توګه پلي شي.

د یادونې وړ ده چې، هند د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره نږدې او ښې سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري.