ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتيا وزير د بلخ له والي سره د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي بلخ ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي محمد یوسف وفا سره لیدنه کړې ده.

عامې روغتیا وزارت وایي، په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي، پراختیا او د حیرتان بندر له لارې د درملو کیفیت تضمین لپاره د لابراتوارونو د فعالولو اهمیت په اړه بحث او خبرې شوي.

همدا راز عامې روغتیا وزیر په دې لیدنه کې ویلي، روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، کیفیت لوړولو او عادلانه وېش لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.