ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان د لومړي وزیر او د ایران ولسمشر ترمنځ تلیفوني خبرې؛

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دواړو لوریو د سیمې پر بدلېدونکي وضعیت او مهمو مسایلو بحث کړی دی.

شهباز شریف همداراز د ایران له دوامداره تعامل څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې اسلام‌اباد ته د ایران د لوړپوړي پلاوي لېږل، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کوله، د اړیکو د پیاوړتیا نښه ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د رښتیني اسانتیا برابرونکي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.