د زابل ولایت په مرکز کلات کې د اته لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو کرېکټ سیالیو لړۍ پیل شوه.
د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د عبدالرزاق په نوم د یوه ځوان په شخصي لګښت او د زابل د کرېکټ امریت په همکارۍ ترسره کېږي.
د سیالیو د پرانیستې مراسمو پر مهال د زابل د کرېکټ امر محبوب محبت ویلي، د دغه ډول سیالیو ترسره کېدل ځوانانو ته د لوبې مناسب فرصتونه برابروي او هڅه به وکړي چې په ولایت کې د کرېکټ د پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خصوصي سکتور ملاتړ د لوبغاړو لپاره زمینه پراخوي او دا ډول سیالۍ کولی شي له زابل څخه نوي استعدادونه را څرګند کړي.
په دغو سیالیو کې ګډونوالو لوبغاړو هم د یادو لوبو له پیلېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول سیالۍ د دوی د تجربو په زیاتېدو او د مهارتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
دغهراز لوبغاړو له مسوولینو او سوداګرو غوښتي، چې د کرېکټ او نورو ورزشي برخو ملاتړ ته دوام ورکړي څو ځوانانو ته لا ډېر فرصتونه برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې د اته لوبډلو ترمنځ پیل شوې دغه شل اوریزې سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

