ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غـــــــــزه؛ د اسرائيلي رژيم تازه بريدونو له امله لږ تر لږه ۷ تنه شهيدان شوي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې تېره ورځ (جمعه، د مې ۱۵مه) د غزې په لویدیځ کې د اسرائیلي رژیم د دوو جلا بریدونو له امله لږ تر لږه ۷ تنه شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي.

دغه بریدونه پر یوه استوګنیزه ودانۍ او یو موټر باندې تر سره شوي، چې په شهیدانو کې درې ښځې او یو ماشوم شامل دي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې اسرائیلي رژیم ادعا کړی، چې تېره ورځ یې غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې پر مشر عزالدین الحداد برید کړی، خو حماس تراوسه د اسرائیلي رژیم د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.