د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ کمپلکس رغنیزې چارې پیل شوې.
دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د زابل والي مولوي شیرمحمد شریف او د یاد ولایت د یو شمېر سیمهییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.
مولوي عطاءالله عمري د پروژې د پرانیستې پر مهال په هېواد کې د بنسټیزو پانګونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، د کرنې وزارت له پانګهوالو سره همکارۍ ته چمتو دی او د پروژو د پلي کېدو لپاره ورته ځمکې هم برابروي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروژو اساسي موخه خلکو ته خدمت، اقتصادي ودې ته زمینه برابرول او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
همدارنګه د زابل والي مولوي شیرمحمد شریف د علیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله له لوري د ځمکو د اجارې قانون تصویب د پانګونې د هڅونې لپاره مهم ګام وباله او له سوداګرو یې وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې د پیل هرکلی وکړ او د پانګهوالو لپاره یې د لا زیاتو اسانتیاوو او د ځمکو د اجارې د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه، ترڅو ځوانانو ته نور کاري فرصتونه هم رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کمپلکس د «آباد هېواد» سوداګریز او کرنیز شرکت له لوري د ۳۰۰ جریبه ځمکې پر مساحت جوړېږي، چې کرنیز او مالدارۍ فارمونه او سړې خونې به هم پکې شاملې وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي د خصوصي سکټور په همکارۍ بنسټیزې پروژې پلې او په هېواد کې د کارموندنې زمینه نوره هم پراخه کړي.

