د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر تېره ورځ چهارشنبه د ذوالحجة الحرام درېیمه ( غويي ۳۰ مه) په بریالیتوب سره بشپړ شو.
یاد وزارت زیاتوي، د ترتیب شوي منظم پلان له مخې د افغان حاجیانو لېږد په دوو پړاوونو کې ترسره شو، چې په لومړي پراو کې ۱۴ زره او ۹۸۴ تنه مدینې منورې ته انتقال شوي او په دویم پړاو کې ۱۵ زره او ۱۶ تنه حاجیان مکې مکرمې ته لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت د معلومات له مخې، ټول ۳۰ زره افغان حاجیان یې په ۹۷ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدولي دي.
دغه راز ياد وزارت ډاډ ورکوي، چې د حج مراسمو له بشپړېدو وروسته به خپل هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم او خوندي ډول ترسره شي.

