په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن، د سنکټ پیټرزبورګ ښار ته د سفر پر مهال له مېشتو افغانانو سره لیدنه کړې ده.
په روسیه کې د افغانستان سفارت وایي، په دې ناسته کې د افغانانو د سوداګریزو، ټولنیزو او قونسلي ستونزو په اړه خبرې شوې او ګډونوالو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له سفیر سره شریک کړي دي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، مولوي ګل حسن حسن ډاډ ورکړی چې د افغانانو د ستونزو حل او په روسیه کې ورته د اړینو خدمتونو او اسانتیاوو برابرول د سفارت له لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي همداراز په خپلو څرګندونو کې د افغانانو ترمنځ پر یووالي، همغږۍ او متقابلې همکارۍ ټینګار کړی دی.

