په مشهد کې د افغانستان سرقونسل مولوي نور محمد متوکل د خراسان رضوي ولایت د مرکز له عمومي او انقلابي څارنوال حسن همتيفر سره لیدنه کړې ده.
په مشهد کې د افغانستان سرقونسلګري وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ایران کې د افغان بندیانو د حقوقي ملاتړ، د هغوی د ستونزو د حل او افغانستان ته د بندیانو د لېږد د بهیر د لا اسانتیا او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو خواوو د افغان بندیانو د لېږد بهیر د اغېزمنې همغږۍ له لارې د لا چټکولو او اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

