د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس، مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالۍ له نړیوال سازمان (IOM) د استازو سره د راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو د وضعیت، ستونزو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د شته ستونزو، د بشري مرستو د وړاندې کولو څرنګوالي، ملاتړ، د سرپناه جوړولو، د اړینو اسانتیاوو برابرولو او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګډو پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
مولوي سعید احمد بنوري له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره، په هغو ولایتونو کې چې د راستنېدونکو او بېځایه شویو شمېر پکې لوړ دی، د سرپناه او د ژوند د اساسي اړتیاوو په برخه کې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
دغهراز نوموړي د ستونزو د حل لپاره د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر اهمیت هم ټینګار کړی.
ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان استازو له یاد وزارت سره د همکاریو د دوام ژمنه کړې او د راستنېدونکو د مېشتېدو، ملاتړ او پیاوړتیايي پروګرامونو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
همدارنګه د ناستې په پای کې دواړو لوریو کډوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تخنیکي ناستو او ګډو همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده.

