د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی او د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د زیربنایي او اوسپنې پټلۍ پروژو او نویو ترانزیټي مسیرونو په اړه خبرې شوې دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پروګرامونو او پالیسۍ مرستیال، مولوي عبدالرحمن قانت او یو شمېر تخنیکي مسولین هم شامل دي.
په ترسره شوې غونډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هرات ـ مزارشریف د ۶۵۷ کیلومتره اوسپنې پټلۍ پروژې د جوړولو، تخنیکي معیارونو، د پلي کېدو پړاوونو، مالي ملاتړ، لګښتونو او د افغاني او ایراني شرکتونو د ونډې اخیستنې پر څرنګوالي بحث شوی دی.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او ترانسپورتي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ګډو پروژو د پرمختګ، تخنیکي همغږۍ او د موضوع د تعقیب لپاره به ورته تخنیکي او تخصصي ناستې دوام ومومي.
د یاودنې وړ ده، د هرات – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره یو ډېر مهم اقتصادي دهلېز ګڼل کېږي، چې نه یوازې شمالي ولایتونه له یو بل سره نښلوي، بلکې ایران او ترکیه د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو او بیا تر چین پورې سره نښلوي.
ټاکل شوې ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره افغانستان له ترانزیټي عوایدو څخه میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کړي، چې د هېواد په اقتصادي ودې او ځانبساینې کې به مهم رول ولوبوي.

