ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر له سفیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره لیدنه کړې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د قطر د پانګونې، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو هم نظرونه شریک شوي دي.