ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزیر د لغمان له والي سره ليدنه کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیرملا عبداللطیف منصور د لغمان له والي قاري بختیار معاذ سره په کتنه کې د بېرته راستنو شویو کډوالو پر وضعیت او د هغوی پر ستونزو، په ځانګړي ډول د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په دې کتنه کې د بېرته راستنو شویو کډوالو د اړتیاوو پر پوره کولو او د لومړیتوبونو او متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ د اوبو رسونې د پروژو پر پلي کولو ټینګار وشو.