د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي تهران کې د بنګلهدېش جمهوريت د پارلمان له ریيس حافظالدين احمد سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا، په ځانګړې توګه د سوداګريزو اړيکو د ودې په اړه خبرې شوې دي.
مولوي امير خان متقي د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د دوه اړخيزو سوداګرۍ ظرفيتونه د پام وړ بللي او ټينګار يې کړی، چې دغه فرصتونه بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې لپاره وکارول شي.
ورته مهال د بنګلهدېش د پارلمان ریيس د دواړو هېوادونو اړيکې پخوانۍ بللي اود سوداګريزو اړيکو غوړېدا يې د دواړو لوريو لپاره ښه فرصت بللی دی.

