ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد د شهید مولوي محمد امین (رح) له دارالعلوم څخه لیدنه کړې

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد شمال ختیځ بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت یې ملتیا کوله، په وردوج ولسوالۍ کې د شهید مولوي محمد امین (رح) دارالعلوم څخه لیدنه کړې.

د دفاع وزارت وایي، چې د دې لیدنې پر مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د یاد دارالعلوم له مسولینو، استادانو او زده کوونکو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي.

همدارنګه نوموړي د دیني زده کړو د پیاوړتیا، د علمي کچې د لوړولو او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی.

ښاغلي مجاهد د دیني علماوو او مدرسو رول د ټولنې په فکري او اخلاقي روزنه کې مهم بللی او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت به د دیني مدرسو د پرمختګ او ملاتړ لپاره خپله همکارۍ دوامداره وساتي.

ورته مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد او مل پلاوي په اشکاشم ولسوالۍ کې د پنځلسمې سرحدي لواء لومړي سرحدي کنډک څخه لیدنه کړې دی.

په دې لیدنه کې یې د یاد کنډک دفاعي ځواکونو کړنې له نږدې ارزولي او هغو ته یې د مورال په ورکولو سره د خپلو سرحدونو د ساتنې او دفاع په برخه کې پر لا زیاتو هڅو او چمتووالي ټینګار کړی دی.