ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، نقیب‌الله احمدي، برونای داراسلام  ته د سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د ترکیې له سفیر حامد ایرسوی سره لیدنه کړې.

مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د تاریخي اړیکو او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا د لارو چارو په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه یاد سفارت زیاته کړې، چې ښاغلي احمدي ورته‌مهال د برونای دارالسلام له مفتي اعظم دوکتور حاجي اوونګ عبدالعزیز سره هم لیدنه کړې ده.

د دغه سفارت په وینا؛ په یاده لیدنه کې د افغانستان او برونای دارالسلام په دیني او ټولنیز وضعیت سربېره د دواړو هېوادونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې شوي دي او دغه‌راز دواړو لوریو د دیني علماوو د رول، ګډو علمي او کلتوري فعالیتونو او په راتلونکي کې د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په اړه ګډې خبرې کړې دي.