د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر پخپل کاري دفتر کې د قرغیزستان له سفیر تورداکون سیدیکوف او مرستیال یې دانیار ژولچیف سره د کاسا-۱۰۰۰ پروژې تخنیکي اړخونو، ستونزو، حللارو او شویو څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې کړې دي.
ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، چې له کندوز څخه تر ننګرهار پورې د ټولو ۷ ولایتونو ۳۵ ولسوالیو کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اړوند د استملاک او ځانګړو شویو ساحو چارې د افغانستان برېښنا شرکت له داخلي بودېجې بشپړې شوې، خو بیا هم د دې پروژې چارې ملاتړ بنسټ او قراردادي کمپنۍ په چټک ډول پر مخ نه وړي.
نوموړي د قرغیزستان سفیر ته ډاډ ورکړی، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اړوند قراردادي هندي کمپنۍ سره یې په دې اړه هم ناستې کړې او په راتلونکو ناستو کې به، چې د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په ګډون کېږي هر اړخیزې خبرې وکړي، تر څو د دې پروژې چارې چټکې شي.
ډاکټر عبدالباري عمر د قرغیزستان سفیر ته د افغانستان برېښنا شرکت په نوښت د برېښنا په برخو کې د پانګونې راجلبولو د راتلونکې میاشتې په جوړېدونکې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د دې تر څنګ ښاغلي عمر په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخو کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړي، چې په وینا یې قرغیزستان هم په اړوند برخو کې پانګونه کولای شي.
کاسا-۱۰۰۰ د انرژۍ د سیمهییز اتصال هغه ستره اقتصادي حیاتي پروژه ده، چې له منځنۍ اسیا(قرغیزستان) څخه به د تاجکستان او افغانستان له لارو پاکستان ته برېښنا لېږدوي. پر ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا سربېره به د ترانزیټ برخې لګښت هم افغانستان ته ورکول کېږي.

