ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

واليبال ملي لوبډله په المپيکي سياليو کې د ګډون لپاره د چين هانګ جو ښار ته روانه شوه

د افغانستان د واليبال ملي لوبډله په المپيکي سياليو کې د ګډون په موخه د چين هانګ جو ښار ته روانه شوه

یادې لوبډلې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمد الله وثيق سره تر ليدنې وروسته د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د دې هېواد هانګ جو ښار ته روانه شوه.

د چين په کوربتوب په اسیایي المپيکي سياليو کې به د واليبال سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.

یاده لوبډله د دغو سياليو په F ګروپ کې له جاپان، اندونیزیا او فيلپين هېوادونو سره لوبې لري.

د واليبال ملي فدراسیون د معلوماتو له مخې د واليبال ملي لوبډلې ته تر دې سياليو وړاندې ١۵ ورځې تمريناتي کمپ هم ورکړل شوى.

ټاکل شوې د چين هېواد په کوربتوب به اسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳ مه نېټه پيل شي، چې له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د واليبال په ګډون د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.