اسرائیلي رسنیو د صهیونیستي رژیم د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې پرون (دوشنبه، د وږي ۱۷مه) د غزې تړانګې په شمال کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې په شمال شیخ رضوان سیمه کې د دوی پر ټانک برید شوی او وروسته چاودنه پرې شوې، چې څلور عسکر پکې وژل شوي دي.
یو بل اسرائیلي عسکر هم په برید کې ټپي شوی دی.
که څه هم چې په غزه کې ګڼ شمېر اسرائیلي عسکرو ته مرګژوبله اوښتې، خو صهیونیستي رژیم ډېر کم خپل مالي او ځاني تلفات رسنیز کوي.
اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې په غزه کې ۹۰۴ صهیونسیتي عسکر وژل شوي دي؛ حال دا چې د اسرائیلي عسکرو مرګژوبله څو برابره لوړه ده.

