ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر له مولوي سرادار احمد شکیب سره کتلي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره کتلي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، په دې کتنه کې علي امین ګنډاپور په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې.

د سفارت په وینا، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ستنېدونکو افغانانو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

مولوي سردار احمد شکیب د متقابل درناوي، صادقانه تفاهم او عملي همکاریو په ټينګار افغان کډوالو، زده‌کړیالانو، ناروغانو او په بندرونو کې افغان د مسافرو لپاره د نورو اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.