ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د امریکايي پلاوي سره په لیدنه کې؛ امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي


د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد یې هم غړیتوب درلود لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم د نظر شریک کړی دی.

 ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد اقتصادي پرمختګ ته په اشارې سره ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد نشته، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، د بېکارۍ کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثابته پاتې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، په بانکي سکټور کې پرمختګ رامنځته شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې، په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل شوې، صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ هم پرمختګ کړی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي، چې په ځینو برخو کې یې اوس هم لکه څنګه چې اړتیا وه هماغسې پرمختګ نه دی کړی. لامل یې د امریکا او نړېوالې ټولنې له لوري په افغانستان اقتصادي بندیزونه دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز ویلي، د اقتصاد محوره متوازن بهرني سیاست په غوره کولو سره پر دې توانیدلي چې له ځینو هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکي ولري.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې د جذب له پاره د اسانه قوانینو جوړولو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، د پانګونې جذب لپاره اسانه قوانین جوړ شوي او د شرعي اصولو په رڼا کې د هر چا حق او غوښتنې ته رسېدنه کیږي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې، د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا ترڅنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د افغانستان اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

 د ملا عبدالغني برادر په خبره افغانستان پراخې طبیعي زیرمې لري او په دې برخه کې د پانګونې له پاره ښه زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، د بامیانو د حاجي‌ګک اوسپنې کان، د کټواز او هلمند نفتي حوزې، د هرات نفتي حوزه او نادره کانونه دپانګونې له پاره ښه فرصتونه دي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او ترانسپورټي ترمینلونو جوړولو، د ساختماني، کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو، لاسي صنایعو، سیمه ییز اتصال او بانکوالۍ په برخه کې هم پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې، چې د پانګوالو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بین الوزارتي کمیټه جوړه شوې او دنده یې داده چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په بشپړ ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې د اقتصادي پرمختګ له پاره مشورتي اقتصادي بورډ جوړېږي او د افغانستان پینځه کلنې ملي پراختیايي ستراتیژۍ پر جوړولو هم عملا کار روان دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له امریکايي پلاوي غوښتي، چې امریکا دې په افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي او په بېلابېلو سکټورونو کې دې د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

ورپسې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او له دې تړون څخه هیڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

نوموړي په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې شوي اقتصادي پرمختګونه ستایلي او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار کړی دی.

ادم بولر د افغانستان او امریکا ترمنځ د بندي اتباعو موضوع ته په اشارې سره ویلي، چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.

دغه‌راز امریکايي پلاوي په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې خپله همکاري په ډاګه کړې او ویلي یې دي، چې دوی چمتو دي په افغانستان پانګونه وکړي.