د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندازده عبدالسلام جواد وایي، چې د افغانستان سوداګري له ټولو هیوادونو سره په عادي ډول روانه ده او د صاداراتو پر وړاندې ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د روان کال په وروستیو شپږ میاشتو کې د هېواد صادرات د تېر په پرتله لوړ شوي.
ښاغلی جواد ټینګار کوي، چې په لویو لارو او بندرونو کې د سوداګرو ستونزې حل شوې او په دې برخه کې یې ګڼې اسانتیاوې را منځته کړې دي.
د اسلامي امارت مسولین وایي، د افغانستان اقتصادي وده او ثبات د دې لا مل شوي، چې د سیمې او کاونډیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شي او دا چاره د اسلامي امارت له مهمو موخو څخه ده.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت باید د سوداګرۍ د کچې لوړوالي لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې لا هڅې وکړي، تر څو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره لا ښه زمینه برابره شي.
له دې وړاندې مالیې وزارت ویلي وو، چې د روان کال په وروستیو پینځو میاشتو کې د هېواد صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۵ سلنه لوړ شوي او په همدې موده کې بهرني ترانزیټ هم ۲۴.۵ سلنه وده کړې ده.

