د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د میشیګان ایالت په ګرېنډ بلانک ښارګوټي کې پر یوې کلیسا شوي برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
راپور زیاتوي، چې یو بریدګر په ځایي وخت (یکشنبه، د سپټمبر ۲۸مه) د یوه پیکپ موټر په وسیله کلیسا ته ننوتلی، لومړی یې پر خلکو ډزې کړي او وروسته یې بیا د کلیسا ودانۍ ته اور اچولی دی.
د میشیګان ایالت امنیتي مسولینو ویلي، چې بریدګر هم د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

