ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي ملي اردو ۶۶ مجاهدین له پوځي او مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د اسلامي ملي اردو ۶۶ مجاهدین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د انجنیرۍ تورنانو او داترون مخابرې له درې میاشتنیو مسلکي زده‌کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مسولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال د پوځي زده‌کړو اهمیت او ارزښت بیان کړی او د ټولو هغو اصولو او قوانینو په رعایت او پلي کولو یې ټینګار کړی، چې د پوځ په لیکو کې د نظم او ډسپلین رامنځته کېدو لپاره وضع شوي دي.

ورته مهال نويو فارغانو مسولینو ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه به په مېړانه ساتنه کوي.

مراسم فارغانو ته د بري‌لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.