ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې ۴۳ زره کاغذي پېژندپاڼې تایید شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په حضوري او غیرحضوري ډول ۴۲ زره او ۷۳۹کاغذي پېژندپاڼې تایید کړې دي، چې ۲۵ زره او ۹۳۲ یې په حضوري او ۱۷ زره او ۳۴۷ پېژندپاڼې یې بهرمېشتو هېوادوالو ته په غیرحضوري ډول دي.

یاده اداره زیاتوي، د هویت د تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست د دې ترڅنګ په یاده‌ موده کې د یو میلیون او ۳۲۱ زره او ۲۵۴ کسانو هویت هم تثبیت کړی دی.

د یادونې وړ ده چې، د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټل او ارشیف‌کول او د پېژندپاڼو د صحت او جعل په تړاو ټولو امارتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.