ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د مولوي امیر خان متقي وینا!

د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي وینا!

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمین و الصلاة والسلام علی محمد و علی اله واصحابه اجمعین، و بعد،

د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سرګي لاوروف، د مسکو فارمټ د اوومې غونډې غړو او د مېلمه هېوادونو محترمو استازو، ښاغلو او اغلو!

سهار مو پخیر،

له هر څه وړاندې زه د روسیې فدراسیون له محترم دولت څخه مننه کوم، چې په لومړي ځل یې مسکو فارمټ کې افغانستان ته د غړي په حیث بلنه ورکړه. همدارنګه د روسیې فدراسیون حکومت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سرګي لاوروف له کوربه توب، مېلمه پالنې او ګرم استقبال څخه ځانګړې مننه کوم.

له دې فرصت څخه په استفادې د روسیې فدراسیون قدرداني کوم، چې د یو جرأتمندانه اقدام په ترڅ کې یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده. دا داسې یو ګام وو چې زمونږ تر منځ یې بې‌ساري عملي همکاریو ته لاره پرانیسته.

تاسي ته معلومه ده چې د مسکو په فارمټ کې زمونږ تېره ناسته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴مه ترسره شوې وه. له هغه وخت راهیسې په سیمه او نړۍ کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي، خو له نېکه مرغه د افغانستان او سیمې اړیکې له پخوا لا ډېرې قوي او د لا ډېر استحکام پر لور روانې شوې دي. دا د افغانستان په اړه د بیروني نړۍ د مناسب درک او ښه نیت ښکارندویي کوي.

قدرمنو حاضرینو!

موږ او تاسي په داسې وخت کې سره راټول یو، چې په سیمه او نړۍ کې د تغیراتو او تحولاتو څپه روانه ده. زما لپاره له ټولو ځانګړې او د پام وړ موضوع دا ده، چې په داسې وخت کې زموږ او ستاسې اړیکې د لا ډېر اعتماد او باور پر لور روانې دي. زموږ او ستاسې ننی مجلس د دې یوه څرګنده نښه ده.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت د افغانستان د امنیت، بهرني سیاست او اقتصاد په برخه کې بې‌مخینې پرمختګونه کړي دي، چې ټوله نړۍ په عمومي ډول او دلته د غړو هېوادونو ناست استازي یې باید له پامه ونه غورځوي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره موږ ته په امنیتي برخه کې بې‌ساري لویې ننګونې په میراث پاتې شوې. داعش، د نشه‌يي توکو مافیا، د وسلو قاچاق او نور ټول هغه موارد چې زموږ هېواد یې له سیمې او نړۍ بېګانه کړی وو؛ نن په ډېر ښه ډول مدیریت شوې دي. افغانستان اوس د امنیتي ننګونې پر ځای د سیمه‌ییز ثبات شریک اود اقتصادي پرمختګ په فرصت بدل شوی دی.

درنو حاضرینو!

له دې فرصت څخه په استفادې غواړم د افغانستان د امنیت د موضوع په اړه ستاسې ځانګړې توجو ولرم. لومړی باید دا واضحه وي چې زموږ او ستاسې په سیمه کې د امنیت موضوع د اسلامي امارت له راتګ سره نه ده راپیدا شوې. د دې سیمې امنیتي موضوعات تر څلورو لسیزو زیات تاريخ لري. تېر شل کاله په افغانستان کې بهرنی حضور او له دې نامشروع حضور سره د سیمې د ځینو هېوادونو همکاري د امنیتي ستونزو د جوړېدلو اساسي لامل وو. چې له نیکه مرغه په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ ټول عوامل په افغانستان کې له منځه تللي. زموږ نظر دا دی چې له دغه مثبت پرمختګ سره همکاري وشي او لا ښه مدیریت شي، تر څو بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي. زموږ سیمه باید بیا د تېرو محاسبو او نیمګړو پالیسیو له امله د ناامنۍ قرباني نه شي.‌

تاسې ته معلومه ده چې څه موده وړاندې د څو هېوادونو ګډه اعلامیه خپره شوه، چې پکې افغانستان کې د بېلا بېلو ډلو د شتون موضوع مطرح شوې وه.‌ غواړم په ډېر واضح ډول ووایم چې په افغانستان کې هېڅ داسې ډله شتون نه لري، چې د افغانستان له خاورې په استفادې نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي. هیله ده چې له ناامنۍ د ځوریدونکو هېوادونو مسولین خپل مسولیت په خپله اوږه واخلي.

زه په ډېر تأسف سره وایم چې ځینې لوري فعاله هڅه کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې آرامۍ او امنیت د ستایلو پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث معرفي کړي. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم او له ټولو هېوادونو غواړم چې د افغانستان په قضیه کې د عیني واقعیتونو او خپلو معلوماتو په رڼاکې مستقل دریځ خپل کړي، تر څو وتوانېږو د سیمې مشکلاتو ته عملي او مؤثره تګلاره خپله کړو.

زموږ اطلاعات دا دي چې په دې وروستیو کې داعش او ځینو نورو ډلو د سیمې په نورو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مراکز جوړ کړي، چې د افغانستان حکومت ته د نګرانۍ او تشویش وړ دي.

همدارنګه په افغانستان کي د نشه‌يي توکو د کښت له بندیدو سره له افغانستان څخه د باندې په بې‌ساري ډول د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی. د سیمې هېوادونه باید په خپلواک ډول د یادو موضوعاتو څېړنې او ارزونې پیل کړي.

محترمو حاضرینو!

په اقتصادي برخه کې غواړم ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت په لومړي ځل د ملي پراختیا پینځه کلنه ستراتیژي اعلان کړې، چې پلي کېدل به یې د هېواد د تولیدي سکټور، پانګونې، صادراتو او زیربنا د پراختیا له لارې د اقتصاد بنسټونه نور هم پیاوړي کړي.

تېر څلور کاله زموږ د اقتصادي ټیکاو پر لور مثبت سفر د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.

زه دلته غواړم ځینو مهمو ته یې ستاسي پام راواړوم:

۱- کورنی ناخالص تولید

د اسلامي امارت په پیل کې زموږ د هېواد ناخالص تولید شاوخوا ۱۴.۴ میلیارده ډالره و، اوس دغه کچه ۱۷.۴میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده — چې د کلني نږدې ۳ سلنه اقتصادي ودې نښه ده او د تولیدي سکټور، کورني بازار او د عوایدو د سیسټم د ښه مدیریت اړوند پیاوړتیا څرګندوي.

۲- د صادراتو پراختیا

د افغانستان صادرات په تېرو څلورو کلونو کې په کلني ډول له ۷۰۰میلیونو ډالرو څخه تر ۲ میلیارده ډالرو پورې رسېدلي دي او اوس افغان محصولات د نړۍ ۷۰ هېوادونو ته صادریږي — دا نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د خارجي عوایدو د زیاتوالي څرګند ثبوت دی.

۳- د وارداتو زیاتوالی او د اخستلو ځواک

د ۲۰۲۰ کال په پرتله واردات مو هر کال له ۶.۵ میلیارده ډالرو څخه تر ۱۲میلیارده ډالرو لوړ شوي — دا د کورني مصرف او د خلکو د اخیستلو د ځواک د پیاوړتیا نښه ده، چې د اقتصاد د فعالیت او د ژوند د معیار د ښه کېدو شاخصونه دي.

۴- د بودیجې مالي خپلواکي

اسلامي امارت اوس ټول دولتي مصارف د داخلي بودیجې له منابعو تمویلوي. په تېره دوره کې هر کال له ۴ تر ۶ میلیارده ډالرو پورې بهرنۍ مرستې د افغانستان د دولت په مصارفو کې شاملې وې. اوس مو د مالي استقلال پر لور مهم ګامونه اخیستي دي او کلنۍ عادي او انکشافي بودیجه په مکمل ډول له داخلي عوایدو څخه جوړوو.

۵- بهرنۍ پانګوونه او تعهدات

په تېرو څلورو کلونو کې مو د ۲۱ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنې ترلاسه کړې، چې له دې څخه تر اوسه ۷ میلیارده ډالر عملي پانګونې ته راړول شوي دي. دا پانګونې په زیربنا، انرژي، کانونو او تولیدي پروژو کې د دوامداره ودې سبب ګرځي.

۶- د صنعتي تولید پراختیا

په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ صنعتي فابریکې په افغانستان کې فعالې وې، خو اوس د فابریکو شمېر له ۶۰۰۰ څخه زیات دی — دا د تولیدي سکټور د پراختیا، د کورني تولید د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو اساسي شاخص دی.

پورته موارد د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ په اړه زموږ د تېرو څلورو کلونو د هڅو پایله ده. دا د پام وړ پرمختګونه دا په نښه کوي، چې افغانستان له بل هر وخت زیات د پانګونې او پرمختګ لپاره په مناسب وضعیت کې قرار لري، خو متأسفانه چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا اقتصادي بندیزونه د افغانستان د اقتصاد د لا ډېر غوړاوي مخه نیولې ده.

زموږ شاوخوا ۹ میلیادره ډالر شتمنۍ اوس هم کنګل ده او د بندیزونو له امله مو د اقتصادي ودې او آزاد رقابت وړتیا اغېزمنه شوې ده.‌ له تاسې مې هیله ده، چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شتمنۍ د آزادولو او د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې خپل مسولیت اداء کړئ.

ښاغلو او اغلو!

څلور کاله وړاندې موږ له نړۍ سره د تعامل په برخه کې له صفر پیل وکړ. د نړۍ ټولو هېوادونو ته مو پیغام وړاندې کړ، چې موږ د اقتصاد محوره او متوازن سیاست په رڼا کې غواړو افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوو. د سیمې هېوادونو زموږ پیغام په مثبت نظر واخیست چې له امله نن د سیمې له ټولو هېوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لرو. همدارنګه نور هېوادونه هم دې درک ته رانږدې شوي دي، چې د سیاسي تعامل لاره له افغانستان سره د اړیکو یوازینۍ ټاکنه ده.

غواړم یو ځل بیا ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د سیمې له هېوادونو سره، بلکې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او خپلو ارزښتونو په پام کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي. موږ غواړو له ټولو هېوادونو سره په مشترکاتو کار وکړو او د اختلافي مسائلو اړوند ډیالوګ او بحث رامنځته کړو. زموږ په باور خبرې اترې، ناستې او مثبت تعامل د حل اساسي او د اعتماد سازۍ یوازینۍ لاره ده.

قدرمنو حاضرینو!

له دې فرصت څخه په استفادې غواړم څو ځانکړي وړاندیزونه ولرم:

۱- زه له تاسې ټولو هیله لرم چې د افغانستان موضوع ته د ځمکنیو واقعیتو په نظر کي نیولو سره له مستقلې او نسبي زاویې وګورئ.‌ د افغان حکومت هغه هڅې چې د سیمې د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات په برخه کې یې کړې دي باید له پامه ونه غورځول شي.

۲- دا چې د روسیې فدراسیون له اړخه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل یو مثبت اقدام و، هیله لرو له دې او ورته فارمټونو څخه په استفادې نور هېوادونو هم له افغانستان سره د عملي همکاریو پر لور مثبت ګامونه واخلي.

۳- د اسلامي امارت ټینګه اراده ده، چې افغانستان د سیمې د اتصال او اقتصادي پرمختګ د نښلون نکته جوړه کړي. اوس ښه موقع ده چې د ستونزو د شاربلو پر ځای اقتصادي ښکېلتیا ته لومړیتوب ورکړو.

۴- د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې په کار ده، چې ګډه سیمه‌ییزه همکاري رامنځته کړو، تر څو وتوانېږو دغه بدمرغه پدیده په ګډه د سیمې له ټولو هیوادونو پاکه کړو. د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

په پای کې مهمه بولم چې د فلسطین د مظلوم ولس درد یاد کړم. په ډېر تأسف سره حاکم نړیوال نظم د غزې د بې‌ګناه ماشومانو، ښځو او سپین‌ګیرو په حق کې د روان ظلم په مخنیوي کې ناکام شوی دی.

دې حالت د ملګرو ملتونو په څېر د ټولو نړیوالو ادارو او د بشر د حقوقو فلسفه له لوی سوال سره مخ کړې ده.

هیله ده چې د خبرو اترو په برخه کې روان پرمختګ په یوې داسې ملموسې نتیجې پای ته ورسېږي، چې د فلسطین ولس پکې د خپل برخلیک ټاکلو د آزاد حق تر څنګ آرام ژوند ولري. زه بیا هم د سیمې او نړۍ له هغه لوبغاړو، چې کولای شي په غزه کې د روان ظلم او نسل وژنې مخه ونیسي، د داسې عملي اقداماتو غوښتنه کوم، چې په دې مهمې موضوع کې خپل مسولیت اداء کړي.