ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: په انتقامي عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان سرتیرو په انتقامي عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، په دې عملیاتو کې تر شلو ډېرې پوستې نیول شوې او وسلې او نور پوځې مهمات هم تر لاسه شوي دي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا د افغانستان د ځمکني او هوايي حریم پر دفاع ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر افغانستان تېرې کوونکو ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکول کېږي.

د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستاني پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوایي برید په ځواب کې تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر مراکزو انتقامي بریالي عملیات وکړل.