د اغا خان فرهنګي خدمتونو رییس انجینر اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شیراحمد حقاني سره لیدنه وکړه.
د دې کتنې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر افغانستان د نړۍ د سترو تمدنونو ټاټوبی وباله او د فرهنګي میراثونو ساتنه یې د وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه وګڼله.
ښاغلي حقاني د اغا خان فرهنګي خدمتونو موسسې فعالیتونه د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې وستایل او د لا ډېرو همغږیو غوښتنه یې وکړه.
همدارنګه نوموړي د فرهنګي کارونو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې فرهنګ د ملتونو او تمدنونو د پېژندنې یو مهم بنسټ دی.
د اغا خان فرهنګي خدمتونو رییس انجینر اجمل میوندي ویلي دي، چې د روانو پروژو تر څنګ، یاد موسسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، هرات، بلخ، بدخشان، لوګر او غزني کې د ۱۶۰ څخه زیات تاریخي ابدات ترمیم او احیا کړي دي.
په پای کې دواړو لوریو د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، پیاوړتیا او د اړیکو په لا پراختیا او دوام ټینګار وکړ.

