ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اطلاعاتو او کلتور وزارت: د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ارزښتونو ساتنه د هر افغان ګډ مسولیت دی

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض په مقابل کې د غچ‌اخیستونکي غبرګون پر مهال د هېواد د اتلو مجاهدينو، باشهامته ولس، متعهدو رسنیو او قلموالو څخه د زړه له کومي مننه او قدردانی کړې، چې د يادې پیښې پر مهال يې په ژمنتیا او پياوري ارادې سره د اسلامي نظام له حريم او خپلې خاورې او خپلواکۍ څخه دفاع وکړه.

په یاده اعلامیه کې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ارزښتونو ساتنه د هر افغان ګډ مسولیت بلل شوی دی.

اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د دښمن پر وړاندي د اسلامي امارت د مجاهدينو او غيرتي ولس دا وياړلې مبارزه د افغان ملت د يووالي څرګندونه کوي.

په اعلامیه کې رسنۍ د ټولنې ستره فکري جبهه یاده شوې او د دوی ریښتینې هڅې د هېواد د ازادۍ او دفاع په برخه کې اغیزمنې ګنل شوې دي.

اطلاعاتو او کلتور وزارت پر همدې بنسټ له ټولو فرهنګي او رسنيزو بنسټونو، ليكوالانو او مبارزينو څخه غوښتي، چې د هېواد د خپلواکۍ، يووالي او د اسلامي ارزښتونو د ساتني او دفاع په برخه کې خپل فکري او تبليغاتي مسوليت ته دوام ورکړي، تر څو د ملت غږ لا ځواکمن او ټولنه يو موټی پاتې شي.